مرکه کونکى :عبدالله پيكار
نغمه" ديو شاعر په قول د نغمې هغه مجسم انداز دے، چې ظاهر اوباطن دواړه ئې د حضرت انسان دکرامت ثنا وائى. نغمه دهغه زړۀ څښتنه ده، چې ښکلا او ځلا دواړه په کښې منعکس دى، دغې متعهدې سندرغاړې تراوسه پورې په سلګونو او زرګونو داسې سندرې وئيلى، چې د افغان تراژيدۍ يوعينى انځور ئې ګڼلے شو.ښاغلى پيکار ورسره څۀ موده وړاندې دزړۀ حواله کړې، چې دا دے ستاسو مخې ته ئې ږدو
پوښتنه: ستا له سندريز نوم سره نزدې ټوله پښتنه نړۍ پيژندګلوى لرى، خو بيا هم دمرکې ځانګړے دود دے، لوستونکو ته ځان وروپيژنئ؟
ځواب: کورنے نوم مې "ښاپيرۍ" دے، يوه زمانه وړاندې مې د "قندهار" په تاريخى ښار کښې دغې رنګينې او غمګينې نړۍ ته سترګې وغړولې، دهيواد حالاتو اود کلتور قيوداتو راته دلوړو اومسلکى زده کړو موقعه رانۀ کړه، خو تر دولسم ټولګى پورې مې په بيلا بيلو ښوونځيو کښې زده کړې بشپړې کړې، وروسته دموسيقۍ د سر اوتال په بې پايانه سمندر کښې لاهو شوم او لا تر اوسه هم په کښې لامبو وهم، موسيقى دښکلا هغه سمندر دے، چې په هره څپه کښې ئې لامحدود جهانونه پراتۀ دى. او زۀ ددغې لارې يوه ژمنه لاروۍ يم
پ: موسيقى دمقصديت په لحاظ څۀ ډول فن دے؟
ځ: زۀ فکر کووم دمقصديت معيارونه د انسانانو ترمنځ جدا جدا دى، کۀ چرې زمونږ په ټولنه کښې يو عمل دمقصديت معيار وګڼل شى، حتمى نۀ ده، چې په بله ټولنه کښې به هم خلق ورته په همدغه سترګه ګورى، خوترکومه بريده ، چې دموسيقۍ دمقصديت خبره ده ،نو بايد ووئيل شى، چې موسيقى د ټولو انسانانو شريک ارزښت دے ا و دهرې ټولنې په نفسياتو کښې ځانګړے ځاې لرى، نو چې داسې ده موسيقى ستر مقصديت ګڼلے شو
پ: ايا د موسيقۍ هدف يوازې دپيغام رسول دى اوکۀ داسې وى، نو پيغامونه خو ديو لړ هنرى ژانرونو لکه ناول، ډرامه، افسانه او يو شمير نورو په وسيله هم ليږدول کيدے شى، نو بيا دموسيقۍ درامنځ ته کيدو اړتيا څۀ وه؟
ځ: زما په فکر له هر يو هنرسره څۀ نا څۀ دعلم او پوهنې جلوه هم ملګرې وى، دبيلګې په توګه افسانه ليکل واقعى هنر دے، خو دغه افسانه په ژبه ليکل کيږى اودژبې بنيادى جوړښت کۀ هغه الفبا ده کۀ ګرامر دے اوکۀ نور لوازم، دعلم په وسيله رامنځ ته شوى دى، موسيقى هم يوه الفبا لرى، چې له "سا،رې ، ګا،ما، پا ،دا ،نى ،سا" څه عبارت دے، خو دغه هنرونه د افاديت له مخې بيلا بيلې صبغې اوشکلونه لرى، چې په ټولو کښې د موسيقۍ ظرافت اوکيفيت ځلانده دے او بله دا چې موسيقى له تصنوعيت څخه زياته طبيعت ته نزدې ده، او څۀ شے ، چې طبيعت ته ډير نزدې وى، هغه په بشريت کښې ډير مقبوليت لرى، نو همدې له امله دے ، چې موسيقۍ تراوسه پورې خپل مقام ساتلے دے او تلپاتى ارزښت لرى
پ : کۀ چرې موسيقى نۀ وى، نو په انسانى ژوند به دغسې يوحالت څۀ ډول اغيز ول
رى؟
ځ: کۀ زۀ ووايم، چې له موسيقۍ نه غير ژوند تيريدل ناشونے دى، ښائى زيات خلق راسره دا خبره ونۀ منى اودمنلو وړ هم نۀ ده، خو موسيقى دذوقونو دپالنې ظريف احساس دے. خلق ولې ستر ستر او شاندار محلونه جوړوى، ولې دمحلونو ديوالونه په سيمټو پخوى، ولې مختلف رنګونه ورکوى ايا په غارونو اوشډلو ديوالونو کښې ژوند نۀ تيريږى؟ ولې خلق رنګين لباسونه اغوندى، ايا د يو رنګ په لباس دانسان وجود نۀ پټيږى؟ موسيقى دخپل طبيعى او معنوى ارزښت په لرلو سربيره دا ډول غريزه هم ده، نو ځکه ورته د روح غذا وئيل کيږى. اودموسيقۍ په نشتوالى کښې روح سو تغذى سره هم هم مخ کيدے شى پ: دژوند په باب ډير تعريفات ليکل شوى، زۀ ئې له تا څخه تعريف نۀ غواړم، خو کۀ همدومره راته ووائى، چې د موسيقۍ ديوې هنرمندې په توګه ترينه ستا برداشت څۀ ډول دے؟
ځ: زما په ټولنه کښې زما وجود يو پيغور دے، ځکه چې زۀ خداې پاک ښځه پيدا کړې يم اوديوې هنرمندې په توګه زۀ دخپل ټول قبيل په تندى هغه تور داغ ګڼل کيږم، چې هيڅوک هم راته له شرمه نۀ شى کتے، خو په حقيقت کښې زما زړۀ د رڼا هغه چينه ده، چې يو تيارۀ هم پرې سيورے نۀ شى کولے. بس دغې تضاد زما په روح همدومره اغيز کړے ،چې زۀ خپل ژوند دغم يو دروند پيټے ګڼم او يا هغه مړے، چې دزمکې پرمخ هديره نۀ لرى، کۀ چرې داسې نۀ وے، نو نغمه به هيڅ کله هم له کابل جان څخه امريکا ته نۀ وے تللے
پ: ستا په فکر ،هنر له سياست سره ترڅومره بريده اړيکې پاللے شى او بيا دموسيقۍ يو هنرمند ترکومه حده په سياست پورې تړلے وى؟
ځ: هنر اوسياست دوه بيل بيل نومونه دى ترکومه ځايه چې د ملى سياست خبره ده، نو دملى هنر له خواتل بدرګه کيږى. حماسى هنر دملى سياست ترجمان وى او کۀ د ډلو ټپلو، وژنې اولوټونې کرغيړن سياست وى، نو نه يوازې دا چې دموسيقۍ له هنر سره اړيکې نۀ لرى، بلکې دومره متضاد دى، چې اور او اوبۀ ئې هم ګڼلے شو، ځکه چې سياست په خلقو باندې په زور اوجبر د بدرنګۍ حکومت غواړى اوهنر دعاطفې نوم دے، دخلقو پر زړونو اوذهنونو دښکلا حکومت کوى، سياستوال دمرګ په څير په خلقو پسې وى اوهنر مند دژوند دپيغام غوندې دخلقو په منځ کښې ژوند کوى
پ: دپښتو موسيقۍ دفولکلور برخه دسيمې دنورو ژبو له فولکلور سره دمحتوا او شکل په لحاظ څۀ توپير لرى او کۀ نۀ؟
ځ: فولکلور دهرې ټولنې چې وى، دهماغې ټولنې دکلتور نفسياتو، اخلاقو اوعقائدو ترجمانى کوى. دبښتو ژبې فولکلور د پښتون اولس دپيژندنې رښتينے تصوير دے او دشکل په لحاظ د ټپې په څير داسې رنګين شعر لرى، چې دنړۍ په هيڅ ژبې کښې ئې مثال نۀ پيدا کيږى. ټپه د پښتو د شاعرانه مزاج هغه تخليقى اثر دے ، چې دمحتوا او شکل دواړو له مخې دتل لپاره تروتازه وى او هغه دچا خبره ،چې په کوزه کښې دسمندر د ځايولو معنى لرى. زمونږ پيغلې او زلمى د اتڼ په وخت دجلال او جمال دواړو مظاهره کوى، په يو لاس کښې توره او په بل لاس کښې دستمال، هغه دوه شاعرانه سمبولونه دى، چې دپښتون قام دشاعرانه فطرت ښۀ څرګندونه ترې کيدے شى. اودنورو ژبو له فولکلور سره ئې زما په نظر توپير په همدې کښې دے، چې پښتون قام له نورو قامونو سره د ژوندانۀ د ټولو ځانګړتياوله مخې غوڅ توپير لرى، ځکه چې دپښتون سيکالوژى هم تر نورو مختلفه ده
پ: ستاپه نظر دپښتو ژبې فولکلور دنظم برخې ته د موسيقۍ کومو هنرمندانو ديادولو وړ کار کړے دے؟
ځ: ټولو ديادولو وړ کار کړے دے. ځکه چې کۀ يو پښتون سندرغاړى يوه سندره هم وئيلى وى، د زړۀ له وينو نۀ به ئې ورته "سر " او "لے" جوړ کړے وى. پښتانۀ دسندرې وئيلو لپاره ترهرچا ډير کم امکانات لرى. دملنګ استاد په قول ددوى مات رباب تراوسه هم نوے نۀ شو. دوى هيڅ کله هم دخپلو سندرو نعم البدل نۀ دے اخستے اونۀ ورته ددغه بې پروا اولس له خوا څۀ درناوے شوے، بلکې تل دډم، ګناهګار اوبازينګر په سپکو نومونو ددوى يادونه شوې ده. اوس مهال ، چې ذهن ته کوم نومونه راځى، نو هغه دقدرمن هنرمند محمدين زاخيل، ايوب،ګلزمان،اولمير، سيد عالم او په ښځينه هنرمندانو کښې قمرګلې،بخت زمينې، ګلناربيګم او يو لړ نورو ديادولو وړ کارونه کړى او کۀ په دې برخه کښې زۀ خپل نوم هم ياد کړم، ښائى لوستونکى ئې راسره ومنى، ځکه چې ماهم دفولکلور دخدمت لپاره خپل ټول ژوند وقف کړے دے
پ: ترکومه ځايه،چې ماته څرګنده ده نوى ځوانان له خپل فولکلور سره هيڅ علاقه نۀ ښائى اوکلاسيک ته هم په ډير ه ټيټه سترګه ګورى. اوپرځاې ئې د پرديو ژبو ډيره بې معياره موسيقى اورى. ستا په فکر دوى ولې داسې کوى؟
ځ: د ملتونو دغلامولو لپاره داستعمار خلې تل وازې وى، زمونږ دملت ځوانان هم د استعمار په پنجو کښې د اسارت شپې تيروى. استعمار هڅه کوى، چې له قامونو څخه دهغوى ژبه او ژبنى ارزښتونه ولوټى. او په پائې کښې ئې غلامان کړى. د افغان ځوانانو دبې لارې کولو لپاره نړيوالو استعمارونو راز راز هڅې کړى اودا د هماغو منظمو پلانونو نتيجه ده چې نن ورځ افغانان د پرديو هيوادونو په لارو کوڅو کښې خوارۀ شول او ورو ورو د پرديو کلتورونو تر اغيزلاندې راغلل، خپل ا رزښتونه ئې هير اوپردى ئې واخستل
پ: دموسيقۍ دمعيار له مخې ، په افغانى ټولنه کښې د ښځينه هنرمندانو هنرى کارونه څۀ ډول ارزيابى کوئ؟
ځ: په افغانى ټولنه کښې دښځې راتګ بدشګون دے. کله چې په يو کور کښې نجلۍ پيدا شى، نو هغه ورځ دماتم ټغر خپور وى او فکر کيږى، چې دګناه ټوټه زيږيدلې ده، نو چې دښځې وجود نۀ منل کيږى، څرنګه کيدے شى چې په داسې يوه ټولنه کښې دې ښځې په هنرى کارونو کښې وده وکړى، خوبيا هم ددغې ټولې بدرنګۍ او بې عدالتۍ سره سره افغانى ميرمنو منصورى جرت کړے اود کلتور د تورې ترسيورى لاندې ئې د ژوند اوجانان سندرې وئيلى دى. ددوى تخليقى او ايجادى اثر دهغه پرتمين درد زيږنده ده، چې له خپلې ټولنې څخه ئې اخستے او هغه سندره ،چې له درد نه ئې سرچينه اخستې وى، په زړونو نوکارې لګوى. زۀ خو افغانى ميرمنو ته دهغه مقام قائله يم، چې ددغې ټولنې سړى ئې نۀ لرى.
پ:په هيواد کښې مو د کومو ښځينه هنرمندانو سندرې ډيرې خوښې دى او په شرق کښې مو د
دکومو ښځينه هنرمندانو سندرې ډيرې اوريدلى دى؟
ځ: ما دمخه هم ووئيل ، چې د افغانستان ميرمنې دعظمت څلى دى. دافغانى هنر د تقدس پالنې لپاره لومړے خليلى قربانى ميرمن پروين ورکړه، چې دبرقې په پنجره کښې ئې دراډيو له څپوڅخه سندره زمزمه کړه او بيا ناهيد هغه عظيمه ميرمن وه، چې د موسيقۍ په برکت ئې دښکلى ليونتوب لوړ مقام ترلاسه کړو. قدرمنه قمر ګله دهاغې حنجرې اوهاغه انداز څښتنه وه، چې سندرې ئې دغرونو او ازانګو ښائست ګڼل کيدۀ، نن هم د همدغو سندرې خوښووم پرون مې هم خوښيدې او سبا به مې هم خوښيږى. شرق دموسيقۍ سيمه ده، شرق دتهذيب سيمه ده، شرق دلمرونو کور دے، شرق دعلمونو کور دے، نو دشرق ټول هنرمندان کۀ هغه زۀ اورم اوکۀ نۀ مې دى اوريدلى ،محبوب ګڼم
پ:دفورم اومنځپانګې په لحاظ مو څۀ ډول شعرونه خوښيږى. اوولې مو خوښيږى؟
ځ: دفورم په لحاظ مې غزل ډير خوښيږى اوعلت ئې دادے ، چې غزل تر ټولو ډير ظريف او نازک چوکاټ دے اود محتوا په لحاظ مې عشقى اوحماسى شعرونه ډير خوښيږى، ځکه عشق د ژوند تيرولو دليل او حماسه د ازادۍ سندره ده، خو ما چې تر نن ورځې څومره هنرى هڅې ترسره کړى، له بده مرغه د ډير مجبوريت له مخې مې غزل ډير کم وئيلے دے
پ: د پښتو ژبې په معاصرو شاعرانو کښې مو د کومو شاعرانو شعرونه ډير خوښيږى؟
ځ: په اوسنى دور کښې مې په هره توګه دښاغلى بارى جهانى، خداې بخښلى اسحاق ننګيال، پيرمحمدکاروان او رحمت شاه سائل شعرونه ډير خوښيږى
پ: تۀ دموسيقۍ له هنر سره سره شاعرى هم کوى،راته وئيلې شې، چې ديو شاعر نفسيات ارمانونه اوباطنى کيفيتونه له يو موسيقار سره څۀ توپير لرى؟
ځ: دموسيقۍ هنر مند اودشعر هنر مند روح او تن دے. د روح او تن ترمنځ هيڅ فاصله نۀ شته. خو ټولنه بيا ددواړو ته په بيلا بيلو دريځونو کښې قرار لرى. دشاعر په اړه زمونږ د ټولنې برداشت يو ډول اودموسيقار په وړاندې ئې بل ډول دے. دټولنې دغې مختلف برداشت په کښې توپير پيدا کړے. زما په تن کښې يو زړۀ دے، دغه زړۀ هم شاعر دے او هم موسيقار . زۀ فکر کووم هغه څوک، چې دژوند شاعر وى دمينې او انسانيت شاعر وى له موسيقۍ سره به ئې رشته تريو موسيقار هم ډيره ټينګه وى
پ: دهندوستان موسيقى نزدې په ټول شرق کښې اوريدونکى لرى، پښتو موسيقى ولې په پښتنو کښې هم په هماغه اندازه اوريدونکى نۀ لرى، چې بايد لرلے ئې؟
ځ: دا چې پښتانۀ هم پښتو موسيقى نۀ اورى او يا ورسره مينه نۀ لرى اصلاً پښتانۀ ورته وئيل نۀ دى پکار،کۀ څۀ هم دوى په خټه پښتانۀ دى، خو مونږ ته دهغوى دخټې اوهډوکو هيڅ اړتيا نۀ شته، زمونږ دهغوى له افکارو او ذهنيتونو سره سروکار دے اودا چې په نړۍ کښې ولې اوريدونکى نۀ لرى، ځواب ئې څرګند دے او هغه دا، چې پښتو موسيقى نړيوالو اوريدلې کله ده، چې خوښه ئې نۀ کړه. پښتانۀ نۀ موډرنه ميډيا لرى، چې خپله موسيقى دهغې په ذريعه نړيوالو ته ورسوى اونۀ دوى داسې يوه اکاډيمى لرى، چې ځوانان دموسيقۍ په بيلا بيلو څانګو کښې ورروزى. په پښتو ژبه کښې مرحومې ګلنار بيګم دبې قدرۍ په شپو ورځو کښې دومره کاروکړو، چې ښائى په هندوستان کښې لتامنګيشکر نۀ وى کړے، خو ګلنار بيګم ته هيچا هم ملکه ونۀ وئيله او د ګور ترغاړې پورې د منلګى په هماغو زړو جامو کښې له خپلو نيمګړو ارمانو سره دفن شوه. لتا چې په هيواد کښې ئې موسيقى دمذهبى تقدس مقام لرى، لتا منګيشکر دنړۍ هغه ملکه ګڼل کيږى، چې هم تخت لرى او هم تا ج،خو دګلنار بيګم سندرې پښتانۀ پخپله هم نۀ اورى
پ: يو شمير اهل ذوق اوريدونکى شکايت کوى، چې نغمه دډيرو مبتدى شاعرانو ترمعياره لويدلى شعرونه انتخابوى، حالانکې تاسې دمخه ووئيل، چې تاسې دډيرو ښو شاعرانو شعرونه لولئ؟
ځ: زما دسندرو انتخاب دمارکيټ په لاس کښې دے، بې وطنۍ اومجبورۍ زمونږ له ذوق سره لوبې کړى دى. له مونږ څخه ئې هغه قوت اخستے، چې څۀ بايد ووايو ا و څۀ بايد وکړو. زۀ هم دغه عذر هغه اهل ذوق، اهل قلم اوفکر خلقو ته وړاندې کووم، کۀ چرې ماته دغزل وئيلو موقعه په لاس راغله، نو زۀ به هيڅ وخت دباز زنګ وهلې اوبې معنى سندرې ونۀ وايم
پ:سره له دې چې په افغانستان کښې نوے بدلون ډير شمير نميګړتياوې هم لرى، خو دوى دموسيقۍ هنرمندانو ته ډاډ ورکړے، چې دبيان اومسلک ازادى ده. تۀ په ټولنيزه توګه ملت او په ځانګړې توګه موسيقارانو ته څۀ توصيه لرې؟ چې ددغه دولت په وړاندې بايد څۀ وکړى؟
ځ: زۀ ددغې دولت په باب دتائيد اويا د ترديد لپاره څۀ نۀ لرم، خو دومره وئيلے شم، چې نوره دې خداې ددغه رنځيدلى اولس توبه قبوله کړى، خداې دې د امن لمر راوخيژوى. زۀ اميد لرم،چې خداې به د افغان کاله ته امن راولى اوکله چې په هيواد کښې د امن لمر راوختو ،دظلمت اوناپوهۍ ټولې تيارې به وڅيرى، خو دغه لمر به هله راخيژى چې ټول افغانان خپل وطن ته ستانۀ شى،ملت اوموسيقار يوتربله توپير نۀ لرى، خو دتقسيم ايډيالوژۍ دى، چې انسانان ئې په راز راز ګروپونو ويشلى ا وسترې بدمرغۍ ئې زيږولى دى
پ: ستا په نظر افغانان څرنګه کولے شى ، چې خپل هنرى ارزښتونه دنړۍ دنوروقامونو په څير وروزى اودعروج پوړۍ ته ئې ورسوى؟
ځ: څرګنده ده، چې افغانان له پيړيو پيړيو راهسې دبيلا بيلو نړيوالو ښکيلاکونو په ژامو ک
ښې ژوند کوى او دهر استعمار لومړۍ حربه همدا وى، چې له يوه ښکيل ملت څخه لومړے دهغوى تاريخى اوهنرى ارزښتونه واخلى، چې هغوى له ماضى څخه ناخبره پاتې شى او په حال کښې ورته اوبۀ خړې شى، چې په پائې کښې دکبانو په څير ونيول شى
پ: تاسې دمخه راته وئيلى وو، چې غزل مو ډير خوښيږى. دا هم راته وئيلے شئ، چې تراوسه موپه پښتوژبه کښې دکومو غزلبولو هنرمندانو غزلې ډيرې اوريدلى او څوک مو په کښې خوښ کړى؟
ځ:زۀ دهيڅ هنرمند خوارۍ ته هم په کمه سترګه نۀ ګورم. ټول دې خوښ اوخوشحال وى، ټول دستائلو اويادولو وړ دى، خو دستى ساعت به درته دهمغو نومونه واخلم، چې زما په ذهن کښې دى، نوله دغې جملې څخه محترم ايوب، محترم منګل، ښاغلے شاه ولى، قدرمن خيال محمد،ځوان اوبااستعداده هنرمند شاه محمد زما ډير خوښيږى
پ: دخپلو هيوادوالو په نامه څۀ پيغام لرئ؟
ځ: هو! اوهغه دا چې ګرانو هيوادوالو دا هماغه تاريخى وطن دے، چې ستاسو دوجود خټه ئې ترينه را اخستې ده، دا هماغه وطن دے ،چې تازه اوسپيځلې هوا ئې ستاسو په وجودونو کښې د ساه په څير حرکت کوى، نړيوال نه غواړى چې دا له مينې اواخلاص څخه ډک وطن په تاسو اباد شى، دښمنان غواړى چې تاسو په يو او بله بانه پخپلو منځونو کښې وجنګوى اوپرې نۀ ږدى چې تاسو يو ځل بيا خپل ټاټوبى ته ستانۀ شئ، نو چې داسې وى خپل منځى اختلافونه پريږدئ، ډلې ټپلې ختمې کړئ اود هاغه پښتون عالم په وينا له قبيلويت څخه راووځئ، ملت جوړ کړئ، دا منفى رقابتونه هغه رزالتونه دى، چې ملتونه محوا کولےهم شى، خو کۀ په ملى فضا کښې دګټورو کارونو لپاره ستاسو ترمنځ مثبت رقابتونه رامنځ ته شى نو دا وطن به هم دګلونو اورنګونو ښاريه شى. مړۀ دې وى زمونږ هغه غليمان، چې پښتو پردرى او درى پر پښتو وژنى، ژوندے دې وى د افغانانو ملى يووالے ، ژوندى دې وى د افغانانو تاريخى افتخارات
پ: زۀ دکاغذ پرمخ له تاسره خبرې کووم، کاغذ خو ستا د سندرې سر او تال نۀ شى ريکارډ کولے، کۀ يو شعر موراته ووئيلو، نو ښۀ به وى ، ستاسو مينه وال به پرې ستاسو د سندرې مينه ماته کړى .
ځ: ښۀ ده، زۀ به خپل شعر درته داسې پيل کړم
غزل
څومره ظلم د انسان ،انسان ته رسى
کله دردمې دزړګى جانان ته رسى
زۀ به شپې رڼا د اوښکو په ډيوو کړم
کۀ وصال مې دسبا هجران ته رسى
اوس ريښې ئې په لاس نۀ راځى جانانه
کله ستن دليونو ګريوان ته رسى
زۀ چې ګورمه دې خپلې بې وسۍ ته
خداې خبر چې مې ارمان، ارمان ته رسى
زړۀ مې بند دے ستا دياد په زولنو کښې
خو دزګيروى مې دې خاموش زندان ته رسى
"دالفت مجلې څخه په مننه "